د کانونو استخراج د ارزښتمنو معدني موادو استخراج او یا هم له ځمکې څخه د نورو جیولوژیکي موادو استخراج ته ویل کېږي. له کانونو څخه په ترلاسه کېدونکو توکو کې فلزات، د ډبرو سکاره، نفتي ډبرې، قیمتي ډبرې، د چونې ډبرې، ګچ، ګرانیت ډبرې، د مالګې ډبرې، پتاس، کوچنۍ ډبرې او سره خاوره شاملېږي. د کانونو استخراج ته د هغو موادو د ترلاسه کولو په برخه کې اړتیا ده چې د کرنیزو لارو چارو په واسطه نه شي رامنځته کېدلای او یا هم په کارخا…